
ایکنانیوز د «الوطن» له قوله راپور راکړ، احمد نعینع، چې د مصر د قاریانو شیخ او همدارنګه یو ډاکټر قاری دی، د « تلاوت حکومت» پروګرام په دولسمې برخې کې ګډون وکړ. دا پروګرام د مصر د «المتحده» رسنیزو خدماتو شرکت د سپوږمکۍزو چینلونو له لارې خپرېږي. هغه په دې پروګرام کې د العادیات سورې آیتونه تلاوت کړل.
دغه تلاوت چې د پروګرام په پیل کې خپور شو، د سیالۍ د قاضیانو د کمېټې له لوري ئې ډیره قدرونه او ستاینه ترلاسه کړه.
نعینع خپل تلاوت په ځانګړي سټایل ترسره کړ، داسې چې د خشوع څرګندونه یې کوله او غږ یې ډېرپه زړه پورې و.دې تلاوت پروګرام ته روحاني فضا وربخښله او لیدونکي د دغه مصري قاري د تلاوت له ښکلا او قدرته ډير متاثره شول.
همدارنګه په دې برخې کې د استاد نعینع درناوی وشو او د هغه ژوندلیک او د قرآن خدمت او د تلاوت د علومو د زدهکړې په برخې کې د هغه مهمې هڅې د یوې ویډیويي کلیپ له لارې وڅېړل او بیان شوې.
په دغه کلیپ کې ټینګار شوی و چې احمد نعینع اغېزشیندونکی او ځانګړی غږ لري، چې د تلاوت پر مهال د خشوع تر څنګ اورېدونکی د آیتونو تدبر او تفکر ته رابولي.
د « تلاوت حکومت » پروګرام د ترتیل او د قرآن د قرائت تر ټولو ستر استعداد موندنی سیالي ده چې د الحیاة، CBC، الناس،مصر قرآن کریم شبکو او د «watch it» پلیټ فورم له لارې هره جمعه او شنبه د شپې په ۹ بجو خپرېږي
https://iqna.ir/fa/news/4324555